Duration 32:49

Old Kandahar streets, Kochai - کندهار تاریخی کوڅي

22 561 watched
0
341
Published 16 Jan 2018

کندهار په ١٢ او ١٣ دقيقو، ٢٠ او ٢٥ ثانيو شمالي عرض البلد کي واقع دئ. کندهار ته د لوى سکندر راتګ نه يوازي د غرب تاريخپوهان مصروف وساتل، بلکي د لرغوني يونان د مشهور تاريخپوه (هيرودوتس) په شان تاريخپوهانو هم د اراکوزيا په نامه په خپلو اثارو کي د کندهار ذکر کړى دئ. کندهار پراخ دښتونه او د لويو غرونو سلسلې لري، ابادو مځکو او سمسورو باغونو يې هم اقتصاد او هم ښکلا ته ګټه رسولې ده. کندهار چي له پخوا څخه د افغانستان يو مشهور تجارتي ښار و، اوس يې هم خپل تجارتي مرکزيت ساتلى دئ. د کندهار اوسنى ښار: لوى احمدشاه بابا د خپل سلطنت له لومړيو وختو څخه په دې فکر کي و، چي د هېواد د پايتخت په توګه د کندهار نوى ښار جوړ کي، ځکه د نادرآباد نظامي کلا له يوې خوا دونه پراخه نه وه، چي د يوې لويي امپراتورۍ د پايتخت لپاره دي مناسبه او موزونه وي او له بلي خوا يې موقعيت هم پر يوه داسي سيمه و، چي ډېره نمناکه وه، ځکه يې نو تر ډېرو سلا او مشورو او ليدنو کتنو وروسته د کندهار د اوسني ښار سيمه غوره وبلله او د (١١٦٩ هـ ق) د ربيع الثانى په لومړۍ ورځ د احمدشاهي کندهار د تاداو ډبره کښېښووله سوه. دغه ښار د اشرف البلاد په صفت ونومول سو او د درانۍ امپراتورۍ د يوه لرغوني پايتخت او مرکز په څېر يې حيثيت پيدا کړ. دغه ښار د تاريخ په اوږدو کي د مختلفو داخلي او خارجي مورخينو او سياحانو په ليکنو او اثارو کي ذکر سوى دئ او د دغه تاريخي ښار پر لرغونتوب، قدامت او معمارۍ يې ليکني کړي دي. دغه ښار په لومړي سر کي پر څلورو ناحيو مشتمل و، چي په منځ کي يې يو پوښلى چارسو هم درلود، چي د کندهاري لرغوني معمارۍ استازيتوب يې کاوه. په معاصر دور کي دغه ښار د ښاروالۍ د تشکيلاتو له مخي ډېر پراخ سوى او تقريباً مساحت يې لسو ناحيو ته رسېدلى دئ. (د کندهار لرغوني آبدات) منډيګک: ماخذ د روهي ادبي بهير پاڼه ................................... Kandahar (/ˈkændəˌhɑːr/) or Qandahār (Pashto: کندهار‎; Dari: قندهار‎; known in older literature as Candahar) is the second-largest city in Afghanistan, with a population of about 557,118.[1] Formerly called Alexandria Arachosia, the city is named after Alexander the Great, who founded it in 329 BC around an ancient Arachosian town.[2][3] Kandahar is located in the south of the country on the Arghandab River, at an elevation of 1,010 m (3,310 ft). It is the capital of Kandahar Province, and also the center of the larger cultural region called Loy Kandahar. In 1709, Mirwais Hotak made the region an independent kingdom and turned Kandahar into the capital of the Hotak dynasty. In 1747, Ahmad Shah Durrani, founder of the Durrani dynasty, made Kandahar the capital of the Afghan Empire.[3][4] Kandahar is one of the most culturally significant cities of the Pashtuns and has been their traditional seat of power for more than 300 years. It is a major trading center for sheep, wool, cotton, silk, felt, food grains, fresh and dried fruit, and tobacco. The region produces fine fruits, especially pomegranates and grapes, and the city has plants for canning, drying, and packing fruit, and is a major source of marijuana and hashish en route to Tajikistan. ......................................... Copyright: This Video is from Hewad TV Kandahar: I am posting here to keep the historical archive (Only)

Category

Show more

Comments - 19